د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
Home
اختره ژوندون څه دی شور وشر دی چې تيريږي هر دوران يې راهګذر دی چې تيريږ ي څه به خوښ شي چا چې غم ليدلی نه وي ژوندون ښکلی ماذيګر دی چې تيريږ ي ر ڼا تل د شپې د تر پا يه ا نتظا ر وي خندل هسې لنډ سهر دی چې تير يږي دغمونو يو با زار مې زړه کې جوړ دی يو د ننه بل بهر دی چې تير يږ ي د ځوانۍ لالونه وخوړل وختو نو خيال هوس هم يو سفر دی چې تيريږي په موسکا دې په وعدو باندې ژوندی يم د ګلمخو د ا هنر دی چې تير يږ ي په نيشه کې مې نظر شو په وچ شونډو خوار کډوال کډه په سر دی چې تيريږي مبارک ووايم چا ته چېرې لا ړ شم ؟ جدايي لکه محشر دی چې تيريږي دلته ټول په تليفو ن مبا رک وايي په ژړا زما اختر دی چې تيريږي خدمتګار دې پروا نه لري اختره ښکلې يار يې مرور دی چې تيريږي مرغومی ١٣٨١ ل هـ کلا کر ويک ناروې
د ښاغلي محمد يوسف خدمتګار مزدورزی شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.