د ښاغلي دلاور "منصور " شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

ډېر په زوره قاتل مه وايئ

هسې هم بوګنيږي د پېغوره قاتل مه وايئ
جوقت راسره ناست دی ډېر په زوره قاتل مه وايئ

مونږه خو تيارې او لوږې وژنو مجاهد يو موږ
شې به ګوناګار راته د شکوره قاتل مه وايئ

راشئ د بې وسو فرياد هم واورئ چې څه وايي
هسې د پينډۍ او د لاهوره قاتل مه وايئ

دا مې د جانان خوږ شوی لاس دی خپه کيږي پرې
هر څه ورته ووايئ خو ګوره قاتل مه وايئ

سترګې يې د وخت په سلايي کجلې کړي دي
توره يې په وينو تکه توره قاتل مه وايئ

وخت د ماښامي دی  
دلاوره  ښېرې ونه کړې
هغه ده راووته سرتوره قاتل مه وايئ

څنګه به
منصوره خپل احساس ته شونډې وګنډو
وايي چې قاتل ته مو د کوره قاتل مه وايئ

 

له "د يو نوي دار له سره" شعري ټولګې څخه


 

 د ښاغلي دلاور "منصور " شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.