خپل هېواد
مونږه د سرو وينو قربان
دا انجام نه منو
مونږ په خپل هيواد کښې
سپکاوی د خپل قام نه منو
**
**
**
مونږه خپلواکي
غواړو چارواکو ځان خرڅ
کړی دی
دلته د دولت وږو خپل دين
ايمان خرڅ کړی دی
مونږ په وينو ګل کړو دلال
دا بوستان خرڅ کړی دی
مونږ د جانان وير کوو
جانان جانان خرڅ کړی دی
مونږه پښتانه يو غلامي د
غلام نه منو
مونږ په خپل هيواد کښې
سپکاوی د خپل قام نه منو
**
**
**
مونږ په هر ميدان
کښې بريالي يو بريالي ګټو
مونږه افغانان يو تېر
عظمت د ابدالي ګټو
مونږ په اتحاد د هر وګړي
خوشالي ګټو
مونږه پښتانه يو په
سيالانو کښې سيالي ګټو
مونږ په خپله خاوره د
غاصب دغه ګام نه منو
مونږ په خپل هيواد کښې
سپکاوی د خپل قام نه منو
**
**
**
څوک چې د پښتو
سپکاوی غواړي نو سپکيږي
به
څوک چې د پښتون د نفاق
هڅې کړي شرميږي به
يو وو پښتانه يو شو، يو
شوي دي يو کيږي به
دا د اتحاد دښمنان پرېوتل غورځيږي به
مونږ په افغانانو د نفاق
دا الزام نه غواړو
مونږ په خپل هيواد کښې
سپکاوی د خپل قام نه منو
**
**
**
مونږه د
کرم
ملګري
مينه لرو پت لرو
ښه ځلند تاريخ ډېرې قيصې
د شجاعت لرو
ځان له خپلواکي لرو،
تهذيب او ثقافت لرو
مونږ سوالګري نه يو
په زور حق اخلو جرأت لرو
داسې په اټکل د اندازو دا
مقام نه منو
مونږ په خپل هيواد کښې
سپکاوی د خپل قام نه منو