د ښاغلي کرم "مندوخېل" شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

غزل

زړه ټوټې او پرېشانه، کله  هلته  کله  دلته
راته پېښه شوله ګرانه  کله  هلته کله  دلته

چې د زړه په کور، مې راغلې زما ځان زما ژوندون يې
څنګه بيل شمه له ځانه کله هلته کله دلته

د جمود دروازې وا کړه آسمانونه مُسخر کړه
لا نيمګړی يې انسانه،  کله هلته کله دلته

زه په يو جنت  صابر  ووم تا د نورو په لټون کړم
دوښمني کوه شيطانه  کله هلته کله دلته

په سفر او حضر دواړو کښې نيمګړی نيمه خوا يم
تل ژوندی اوسې ارمانه  کله هلته کله دلته

وړاندې، وروستو سوري سوري کله پټ کله ښکاره شې
مطمئن او سرګردانه   کله هلته کله دلته

رخصتونو هر کلو دې د کرم  وفا ګټلې
ګنې ګرانه ده جانانه   کله هلته کله دلته

د ښاغلي کرم "مندوخېل" شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.