غزل
اميده! تل مې په وفا او
په وعدو غولوې
زړه به مې وچوې سرابه ما
به څو غولوې
د ورځې خلک بهانه ، د شپې
وعدې هېروي
کلی په ويښه غولوې ما په
اودو غولوې
ستا په ښايست ستي پتنګ له
د سبا زېری يم
بې نوره شمعې! نور به
څومره په لمبو غولوې
په تا مين يم په ښايست او
په ځوانۍ دې نه يم
لکه ماشوم مې ولې داسې په
نانو غولوې
مجبوره ياره! د دستور
صليب ته غاړې وتې
بيا مې هم زړه ساتې ما
ځکه په پښتو غولوې
آرام حرام شو په حلالو دې
حلال حلال کړم
غُربته ما په ثوابونو د
روژو غولوې
د حسرتونو ارمانونو
استقلال قاتله!
هوسه ته مې د څو ورځو په
سپرلو غولوې
ځه چې وطن ته ځو ساده
حُسن ته غېږې ورکړو
کرمه
! هسې مې په کريمو په
غازو غولوې