د ښاغلي کرم "مندوخېل" شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

غزل

مونږه والله که د نيسۍ له زوره کډې کوو
خو چا خپل نه کړو بس له دې پېغوره کډې کوو

که په دار خېژو د نا ترسه دستور خوا يخيږي
ځکه باغيان يو د رواج له توره کډې کوو

ازغو ړانده کړلو، د ګلو ښايست نه شو ليدی
ځکه سپرلو کښې اوس د باغ سمسوره کډې کوو

د دوښمن شر ته ملا تړلی شو کمزوري نه يو
دوستان دې ښاد وي د هغو له شوره کډې کوو

خپل پردي نه پېژني وچ او لوانده غبرګ سوزوي
ستا د ښايست د لګېدلي اوره کډې کوو

کرم  فاتح وو د جهان قام يې په شا ولاړ وو
نن چې يوازې يو د خپله کوره کډې کوو

د ښاغلي کرم "مندوخېل" شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.