د ښاغلي کرم "مندوخېل" شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

غزل

مه خانده ، سوالګري د هر چا په دروازو نه وي
دنګې ماڼۍ ډېرې وي خو هر در  د غوښتو نه وي

هسې د وفا په خاطر يو بل ته حال نه وايو
داسې اور کښې سوزو، چې لوګي يې په لمبو نه وي

مونږه خو دُرشلې له راغلي قاتلان بخښو
ورک داسې پښتون شه چې بنياد يې په پښتو نه وي

سر مې درنه ځار شه  خو ددې خبرې خيال کوه
زړه مې داسې وران نه کړې چې ستا د اوسېدو نه وي

نور د مسافر سپرلي، کنډر چمن ليدی نه شم
ګل مې شه د سترګې خو ازغي دې په لېمو نه وي

ننګ، ناموس، غيرت، وفا، حيا يې سينګارونه دي
ناوې پښتنه هډو محتاجه د کالو نه وي

کبر نه وو ناز  وو کرم هسې مرور شولو
راشه ګنې بيا به مې کوګې د ملازو نه وي

د ښاغلي کرم "مندوخېل" شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.