غزل
لکه شمع يم روښانه په
اورونو په لمبو کې
لکه ګل هسې خندېږم د اغزو
په بسترو کې
د تدبير بندونه مات وو د
طوفان سره په جنګ ووم
تا چې لاس د مينې راکړو
لار مې بيامونده څپو کې
ځواني هسې هم تېريږي، چمن
هسې هم تالا شي
هغه ګل دوام موندی شي چې
شي ځای د چا کمڅو کې
وچې شونډې ګرېوان څيرې
ببر سر او لمدې سترګې
په لاس دغه ميراث راغی د
ښايست په خزانو کې
زنکدن کې مې ستا لارې، په
اميد اميد څارلې
اوس مې هم سترګې غړيږي
ډېر مې ياد کړې په سلګو
کې
کرم
ستا حُسن شاعر کړو
خوندور شعرونه ليکي
د بلبل د سوز ژړا يې کړه
بدله په نغمو کې