فطرت انساني
د فرښتو او د جناتو ربه -
ای ددې واړو مخلوقاتو ربه
دا رنګينې او کړېدل،
پسخېدل په امتحان امتحان
ژوند تېرول
دلته خو ژوند او خوند په
مينه کښې دی، هلته به دا
دمينې خوند وي که نه؟
چې دې اشرف المخلوقات
پيدا کړم، څومره مقام
څومره عظمت دې راکړو
غنا غُربت او سخاوت په
ګډه، حرص دې راکړلودولت دې راکړو
خپل تجسس په سوال مجبوره
کړمه ، ستا د تخليق به
غرض هم وي که نه؟
د ژوند تکميل دې د اضداد
و اريان، کله چې وکړمه
خپل ځان ته فکر
زما خمير هم عجيبه غوندې
دی، مينه چې لنګه کړي
نفرت پيدا کړي
که وې د علم او حکمت
خبرې، خو په غريبه خوله
ملنډې شولې |