دا نظم واقعاتي دی ، ما د غربت په سرو لمبو کې سوی لوی يو سړی په داسې حال کښې وليدو چې د خپل خان نيازبين زوی يې په غېږه کې وو او خپله وينه د سترګو تور مانده او ماشوم بچی يې د ګوتې نه نيولي وو. دغه وخت د ژمي موسم وو عمومآ پښتانه په يخو علاقو کښې استوګن دي. خو سوات هر چاته معلوم دی چې د يخنۍ موسم يې ډېر زړه چاودی وي او بيا ددغه ماشوم نه په وړو وړو پاپو کښې پيزار وو او نه يې لکه د خان د بچي ګرمې جامې وې، او د شفيق پلار غېږه يې په غربت او بې وسۍ ګاڼه شوې وه - ما چې دغه منظر وليدو نو د خپل حساس زړه ناقرارۍ دې نظم ليکلو ته ولمسولم او ما د خپل زړه د بړاس ايستلو په هڅه کې دا نظم وليکلو، خو نن دولس کاله پس هم هغه منظر زما روح لړځوي - تاسو اندازه کولای شئ چې ددغه پلار احساسات به دغه وخت څنګه وو. ارزو او احساس پلار:
بچيه مه ژاړه سلګۍ مه کوه، په
مجبورۍ دې اخيستلی نه شم
ستا د حسرت او د ارمانه لوګی،
مينه مجبوره ده شفقت ګاڼه دی بچی:
دا بي وسي که بې حسې ده بابا! پښې
ابله بچی دې په اغزو ګرځوې پلار:
ستا د جذباتو نه قربان بچيه! خو
عجيبه غوندې سوچونه کوې بچی:
د ناکامۍ طوفان په څنګه ټينګ شي،
زما د ځوانو حوصلو مخې ته پلار:
زه دې بيدار کړم د غفلت له خوبه،
بچيه ستا دغه پېغور ښه ګڼم |