د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
يارګرم نه دی
ما پخپله ځان سېځلی يار ګرم نه دی پخپل لاس مې زړه بايللی يار ګرم نه دی
ما چې زړه پخپل لاس ورکه خپل حبيب ته که يې ساتلی که يې داغلی يار ګرم نه دی
د عاشق زړه د معشوق د لاس مڼه ده که يې بوی کړی که خوړلی يار ګرم نه دی
هر عاشق د معشوقو د در غلام وي که يې شړلی که يې بللی يار ګرم نه دی
لکه مار هسې په ما يې ګذار وکړ تا پخپله مار ساتلی يار ګرم نه دی
يار ګرم نه دی يار ګرم نه دی "ملنګ جانه" چې تا نه وو پېژندلی يار ګرم نه دی
د ارواښاد ملنګ جان شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.