د ارواښاد ملنګ جان  شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

سر مې جار ستا له نامه

سر مې جار ستا له نامه پښتونستانه 
 ستا نوم مې نقش شوی په ځيګر دی

پښتانه به ژوندون څه کړي بې له تانه
هر يو ايښي ستا په مينه مال وسر دی

سر مې جارشه ستا د لوړو لوړو غرونه
 له غيرته چې هر يو جګ تر اسمان دی
صدقه شم ستا د ګرانو پښتنو نه
چې منلۍ ستا خدمت په ټينګ ايمان دی
دښمن کله بری وړی شي له هغو نه
 که هر څو مکر و فريب کې پهلوان دی

ميړنو ګويا ښکاره کړ له ميړانه
ځکه سور بيرغ هر ځای کې لروبر دی

په هر ځای کې چې اصيل پښتون زاده وي
خاص الخاص پښتونستان له خدايه غواړي
هغه څوک چې بې غيرت حرامزاده وي
ټيټې سترګې به د بل لور ته ولاړ وي
اولاده به يې پس له مرګه شرمنده وي
د وګړو د پېغور ځنې به ژاړي

خپل اولاد ته پيغور نه پريږدي له ځانه
 هغه څوک چې د سوچه پښتون پسر وي

نارينه توب د پښتنو طبعي عادت دی
بلې بلې چې رښتيا سره پښتون وي
دوی ليدلي د ازاد ژوندون لذت دی
مرګ يې بولي چې محکوم د دوی ژوندون وي
څه ناڅه که يې په کور کې عداوت دی
خو دښمن د پاره بيا په يو تړون وي

پښتون نه دی په شا تللی له ميدانه
ټول جهان و ته ښکاره لکه د لمر دی

چې خپل واک او اقتدار يې د ځان نه وي
که نواب وي صدقه شه ما ملنګ نه
عاجزۍ کې څه پروا د انسان نه وي
خدای دې مانه کړي عاجز له نام و ننګ نه
چې په مال و سر ايسار په ميدان نه وي
جار قربان شه د پښتون د تورې شرنګ نه

خو زما ملنګ جان زړه دی پرې روښانه 
نن د هر زلمي په لاس د ننګ خنجر دی
 

د ارواښاد ملنګ جان  شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.