د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
ما ژړل
ته د ناز په خوب ويده وې ما ژړل ته بې غمه آسوده وې ما ژړل
ستا د مخ او د سپوږمۍ مقابله وه ته په مخ ترې آزموده وې ما ژړل
ستا د زلفو خوشبويي چور ليونۍ کړم ته په عطرو کې لمده وې ما ژړل
ما درخواست د يوې خولې درځني وکړ راته ښکارې آزرده وې ما ژړل
وچ بالښت زما په اوښکو باندې لوند شو ته په ناز کې پرورده وې ما ژړل
دا زما ملنګ جان برخه کړيدل دي ته له نازه پرخنده وې ما ژړل
د ارواښاد ملنګ جان شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.