خاوره يې د سرو ده
خاوره يې د سرو ده هر يو کاڼی يې مرجان دی زه چې پرې مين يم دا هغه پښتونستان دی
دې کې اپريدي اوسي
دې کې دي خليل مومند دې کې مموزي اوسي ، ددې خوړل ډېر ګران دی زه چې پرې مين يم دا هغه پښتونستان دی
دا د خوشحال خان ګلشن
دا د در يا خان ګلشن
باسي ترېنه زاغ زغن،
ماليار يې باچا خان د
دې کې ښه زلميان اوسي
دې کې ښه خانان اوسي
دې کې صمد خان اوسي، غليم
ترې په لړزان دی خدای دې باجوړي لري خدای دې چترالي لري
تل دې وي وزير مسيد
خدای دې اڅکزي لري، زړګی
مې پرې روښان دی |