د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل نشته وږمې له کاغذي غوندې ګلپاڼو سره زړګيه ؛ څو به لو بوې ما له ناجاڼو سره خليلي لاس او د فرهاد غوندې کلک هوډ غواړي عشق تېشه او تبر خو مدام وي له ترکاڼو سره دپېغلو هيلو سپېرو شونډو ته مې رنګ ورکړه بيا سپرليه ؛ راشه له ګورګورو او مماڼو سره دزمانې ديوه رنګين ګودر پر غاړه باندې لکه يو دنګ چنار وﻻړ يم له بکياڼو سره غليمه ستړی به شې خپلې پښې به ووهې ته؛ موږ دغره خلک يو سروکار مو دی له کاڼو سره ستا هسکې غاړې ته له لمره کټوري راوړمه پرېږده چې وﻻړ شمه دوخت له سپينو زاڼو سره
د ښاغلي محبوب الله " محبوب " شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.