د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل مالياره راوړه يو امېل ګلونه څه د رامبېل څه دچامبېل ګلونه د اتڼژ ڼو مړوندونه خالي غاړه کې نشته دسرخېل ګلونه پرېږده چې ژوند دې ګلورين غوندې وي بزګره؛ مه باسه په بېل ګلونه د وطن ناوې ته ترې تخت جوړوم سپرليه را وړه يوځمبېل ګلونه زه د فطرت له مدرسې راغلی ما دشبنم په ژبه وېل ګلونه ستا ديادونو برګوزرې مچۍ راوړي له ځان سره يو سېل ګلونه محبوبه زما وستا دسترګو جنګ دی زموږ زړګوټي دي راښکېل ګلونه
د ښاغلي محبوب الله " محبوب " شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.