د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل
کله نا کله مې هوښيار زړګی نادان غوندې شي دعشق دا ستړي سفرونه ورته ګران غوندې شي چې ستا په مينه، ستا په سترګو ورته و ګورمه ددې نړۍ هر يو انسان راته جانان غوندې شي خيالي جهان،خيالي انسان او خيالي ژوندجوړ کړمه ستاداحسا س په يوه څړيکه هر څه وران غوندې شي هر يو ارمان به مې د ستوري په څېر وځليږي که مې زړګی په ريښيا لوی دلوی اسمان غوندې شي محبوبه ؛ تاته چې درګورم زړه مې وبر ېښيږي پر ګرېوانه مې درڼو اوښکو باران غوندې شي
د ښاغلي محبوب الله " محبوب " شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.