د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل
په جوهر دزړه هېنداره جوهري کړه په هنر، هنر دې خپل ژوند هنري کړه دفطرت دښکلا راز ېې ای پښتونه؛ دژوند ټولې اداګانې دې فطري کړه دخواره فکر تارونه سره تاو کړه پرې راټينګ دﻻلهانده ژوند وري کړه ستا دزړه سپېڅلې مينه لاهوتي ده دمين زړګي نارې دې منصوري کړه بې ننګي اوغلامي خو کافري ده له خپل ځانه ورکه د غه کافري کړه هر ارمان دخپل زړګي دې اسماني کړه خپل احساس اوعاطفه دې بشري کړه دګيدړې په څېر ژوند ځنګل کې ګران دی راپيدا ځان کې خويو نه دزمري کړه هره اوښکه دې رڼه لکه الماس کړه توره شپه دزمانې پرې زرزري کړه
اسلام اباد
د ښاغلي محبوب الله " محبوب " شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.