د ښاغلي ارمان " لېوني" شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 


په اوږو د څڼیورو ژڼو بار وه
په نرګسو، په ګل پاڼو کې وه پټه
تماشې ته ېې سپوږمۍ د څورلسمې
راولاړه په سلګو په لوړو غرونو
د رڼو ستورو راڼه زړګوټي چاود وو
ځرځې سترګې ېې وې پاتې هکې پکې
هم په ویر وې مرې ناستې په راغو کې
د بلبلو اود مستو مستو زرکو
**** ****
په اوږو د څڼیورو ژڼو بار وه
په نرګسو، په ګل پاڼو کې وه پټه
له هر خوا ګلر نګې پیغلې دنګې پیغلې
ډیوه ګۍ ېې په لاسو کې راولاړې
ټول سپین ګیري لاس په سترګو وو راناست وو
د تیارو تیارو جونګړو دروازو کې
ما شومانو وو لاسونه په سر ایښي
هم ژڼکي ولاړ هر خوا وو ټیټ سرونه
بنګړي ګونګ وو د پیغلوټو مړوندو کې
زولنې د لیونیو وې بت پاتې
د چینې هاغه مست چړ و داسې چوپ و
لکه چا چې ترې د شړ ژبه وي غوڅه
هم جنډې د شهیدانو ژڼو داسې
ساه نیولې هکې پکې وې ورپاتې
لکه کومې بلا بو وي پرې ور کړی

***   ***
په اوږو د څڼیورو ژڼو بار وه
په نرګسو ،په ګل پاڼو کې وه پټه
سپین کفن ېې نیم په مخ وداسې پروت و
لکه وریځې چې راټولې په سپوږمۍ وي
زیړۍ زولفې ېې بادونو رپولې
د هر چا له مخ ېې ورو ورو تیروله
دونیاګۍ د ارمانونو ړنګیدلې
کړنګیدل را غورځیدل په ما تم غرونه
پرې همزولو دنګو پیغلو له هر خوا نه
له پیڅکو سرې ګل پاڼې راشیندلې
د اتڼو په ډګر ورپسې ژڼي
قطارونه وپه داشانې ولاړ شول
لکه جنګ ېې وي بایللی
یا په زړو ېې وي خوړلي
د تیرو غشو دلې وي
پسې بره په اسمان کې هر یو ستوري
هر نښتر ،هرې وابښتې( منډهیر) کې
له راغو نه هرې زرکې او بلبلې
پسې تتو ډیوګو وو نیت تړلې
له هر ځای له هرې لارې او بلۍ نه
هرې پیغلې په سلګووو نیت تړلې
جنازه وه د ځوانمرګې ،جونو میرې؟
که ډولې وه تله د حورو لوی وطن ته

۷،۷،۲۰۰۳
(ځاځي آریوب)

د ښاغلي ارمان " لېوني" شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د
"هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.