لیونیه په ما ګرانه
چرته لار کړه را غلطه
بیا د کلي په مینځ راشه
زړه د خلاصه ټپې وکړه
زه تړلې مجبورۍ یم
بند په بند په زنځیرونو
****
ته له خلکو مه ویریږه
بیا تا نه ولي په کاڼو
چاچې ته به تل ویشتلې
هغوئ اوس هم درته څاري
واړه لارې د خپل کلي
له سهره په غر مو کې
ستا په طمه طمه ناست وي
چې ماښام کور ته ستنیږي
درستو ښکته وي سرونه
په افسوس واېې یو بل ته
لیونی د کلي لرې
هسې نه چې چرته مړ وي
****
لیونیه په ما ګرانه
چې ېې تاته وي سا تلي
له سهره سره ګلونه
هغه ټول و ماته راوړي
خو وي واړه مړاوې شوي
زه ګلونه غیږ کې واخلم
له ګودره شم روانه
تر خپل کوره په ژړا وم
****
لیونیه په ما ګرانه
چې ګلونه کور ته راوړم
راته وایي د کور غړي
دا ګلونه به ضرور وي
لیوني درته راوړي
هغه شپه په ما صبا شي
په وهلو ټکولو....
ته خو ښه ېې ولله ښه ېې
په آرامه خو به خوب کړې
ورځ د ستا په یاد کې ژاړم
شپه مې هم واړه په اور کې
نه مې خوب نه مې آرام شته
تل وهل خورم...تل وهل خورم
****
لیونیه په ما ګرانه
تا خو دا هم پیرزو نه وه
چې څوک برند هم راوګوري
اوس خو راشه حال مې ګوره
په سیخونو داغل کیږم
سر د لاندې را ځوړنده
شپې تیریږي مې نهرې
نه ډوډۍ نه مې اوبه شته
کله کله وړه خور مې
ډوډۍ راوړي پټه پټه
وي ددې ماشومې سترګې
له رڼو اوښکو نه ډکې
په واړو واړو لاسونو
چې له ډیرې ویرې ریږدي
هغه ټوله په ما وخوري ****
لیونیه په ما ګرانه
وړه خور هم راته وایي
خدای دپاره خدای د پاره
بس دې نور لیونی هیر کړه
ای زما ګلرنګې خورې
په تا دا مې پیرزو نه ده
چې تود باد هم په تا راشي
نن په دې ډیرو وهنو
ستا سرکوټې شونډې شنې دي
زه به مړه شم له خفګانه
خدای دپاره خدای دې پاره
بس دی نور لیونی هیر کړه
زه قسم کوم خور جانې
ستا په شان که لیوني ته
څوک وهل ټکول ورکړي
یا پرې ستا په شان دا سختې
چرته راشي نو وختي به
تا د زړه له کوره باسي
که په زور که په سالا وي!
****
لیونیه په ما ګرانه
هغه وغواړي چې وکړي
څو ماشومې بد دوعاوې
ستا په هکله ستا و شان ته
زه ېې زر په شونډو کیږدم
خپل زخمي زخمي لاسونه
هم ېې اوښکې کړمه پاکې
که زه ډیر ورته بیان کړم
ستا دردونه، تکلیفونه
خو هغه وړه ماشومه
ستا له حاله ناخبره
دې ته دومره پته نیشته
چې ګټلی تا به څه شي
دا لقب د لیوني دی؟
داسې ډیر دي ما لیدلي
ستا د درد له فلسفې نه
چې بند کړي ېې په ګوتو
له ډیر درده خپل غوږونه
ډیر تکړه تکړه ځوانانو
ښکته کړي خپل سرونه
ډیر باتور باتور ځلمیانو
مې په خوله ایښي لاسونه
نو زه ځکه درته وایم
یو ځل راشه ...یو ځل راشه
چې ېې ته به تل ویشتلې
کومو خلکو په ډبرو
هغوئ اوس هم درته ناست وي
د مالت ټولو کوڅو کې
ستا راتلو لارو ته ګوري
په لاسو کې ېې ګیډۍ وي
د رامبیل چامبیل ګلونو
****
لیونیه په ما ګرانه
چرته لار کړه را غلطه
بیا د کلي په مینځ راشه
زړه د خلاصه ټپې وکړه
له ما مات کړه ځنځیرونه
کړه مې خلاصه له سیتمه
ځان سره مې لرې بوځه
دومره لرې..... دومره لرې
چې له ستورو هم پنا وو
او نه لمر په سترګو وینو
نه اسمآن سره نیزدې وو
او نه ځمکه چیرته ګورو
چې نه ورځ وي او نه شپه وي
ډیر په چیغو چیغو دواړه
هلته وژاړو یو بل ته
بې حسابه غاړې ور کړو
نه به غم وي نه دردونه
چې ښه ډېره مینه وکړو
بیا یو بل نه غاړې تاؤ کړو
سره دواړه غاړې غاړه
به تر بل ژونده اوده شوو.....