د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل
زړه خو عالمګیر دی چې دا ولې دی ؟ بیا هم پرې تاثیر دی چې دا ولې دی؟ دې وړېِ مُریدې ته مې تل د زړه لاس په نا مه پیر دی چې دا ولې دی ؟ ما او تا، په زړونو، ارمانونو کې څومره لوی توپیر دی چې دا ولې دی؟ لر او بر (خو دواړه د یوې مور بچي.... ) مینځ کې ېې ځنځیر دی چې دا ولې دی؟ نور مې په هر ښکلي ستوری بره دی یو له تا زهیر دی چې دا ولې دی ؟ څه چې د هغې برخه ...... زما برخه یو شان مو تقدیر دی چې دا ولې دی؟ ته خو ای ارمانه دومره ښه نه ېې پاک چې دې ضمیر دی چې داولې دی؟
د ښاغلي ارمان " لېوني" شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.