د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل
انځور د ښکلي مخ يې په ګردونو کې کرم د اوښکو ملغلرې چې يې پلونو کې کرم ټکور به شي اوده به شي بيا نه به کوي څړيکې ديار د نامه توري مې زخمونو کې کرم چې هر مازيګر وکړي دنګ نښتر دې اتڼونه سندرې ، (منډهېره) ستا سرونو کې کرم چې مست شي په ټپو شي واړه غاړې سره ورکړي لږ رنګ د اننګو دې په ګلونو کې کرم ارمانه په سر کوټو اننګو يې رڼې اوښکې تر عمره به يې خپلو ارمانونو کې کرم
د ښاغلي ارمان " لېوني" شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.