د ښاغلي ارمان " لېوني" شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 
ای! څه ښارۍ خو نه يې

ته خو د تورو لوړو غرونو پښتنه پېغله ېې
ای! څه ښارۍ خو نه ېې
ستا پدې ښکلوځرځو سترګو کې غرور اوسيږي
پکې تاريخ د اتلوالي دې مغرور اوسيږي
نو دا رڼې ،دغه کمزورې، بې همته اوښکې
پکې وبدې ښکاري .
راشه چې زه درته یو څه وښايم
له دې کړکۍ نه ها چينه خو کسې
چې پرې راټولې دنګې دنګې جونه
ته ېې ځوانۍ ، ته ېې ښايست وګوره
منم چې ته ېې ډېرې ښې پېژنې
چې څوک يتيمې څوک ورور مړې ناستې
ها د ګودر د جونو ميره هاغه دنګه ميره
چې په صبا ېې وه ډولۍ روانه
او په ماښام ېې ورته راوړه د جانان جنازه
ها په ګولوغلبېل ټټر ېې نوخوتا هم ليدو
وايه چې ستا له دې ګلرنګوپېغلو څه نوزيات دي؟
پاکې کړه نور دې دا کمزورې اوښکې
په خدای قسم درسره بدې ښکاري
*** *** ***
منم چې ستا په زړه به دا تيريږي
چې لا دې اوس هم دي نکريزې تازه
او لا دې اوس هم دي کالي د ناويتوب په غاړه
او لا دې اوس هم غاړه ډکه ده له سرو ګلونو
او پرونۍ ناوې ېې
خو تا ليده ها د ګودر د جونو ميره ګرانې
چې ېې له ډېر غرور اوننګه څخه
چرته يو اوښکه هم راپرېنوته
څه په وياړلو شانته مسکو سترګو
هغې سرې وينې دجانان وينځلې
*** *** ***
ټوپک مې پرېده او په خدای مې سپاره
خو دا آخير کاته دې داسې وکړه
چې تر ډګره په اتڼو لاړ شم
او که... شهيد شوم ګرانې
نو په زړه غرونه کيږده
که جنازه مې تر ماښام رانه وړي
نو بيا د جنګ تر لوی ډګره راشه
نو که پرهر مې وي پر ملا خوړلی
بيا نو د جنګ په لوی ډګر کې راته
پخپله لاسه ګرانې اور راکړه
او هم ايرې مې درنه پاتې نه شي
د پښتنو په دې وياړلې خاوره
چرته ېې لرې دريابو کې توې کړه
ته راشه ، هاغه څوکه ګورې کنه...
ها د سپين غره د څوکو لوړه څوکه
نو چې ايرې دې زما توی کړې ګرانې
پام چې بيا کلي ته رالنډه نه شې

دا کلی نور به د ستا ځای نه لري
پکې دې نوم نشته ، ازرښت دې نشته
پکې دې ژوند دی زما ټپ خوړلی
نو دغه لار خو کسې؟
دا د نښترو مينځ کې سپينه لاره
دا سيخه تللې ده د څوکې سرته
او بس له هاغې څوکې ځان غورځوه
او که ټټر مې وي غلبېل په ګولو
هم مې ټوپک کې ګولې پاتې نه وي
او زه د ټولو ژڼو وړاندې پروت وم
هم مې لاسونه وي په وينو د دوښمن لړلي
هم مې جنډه وي د بري تر بره بريده وړې
نو بيا مې پټ په دواړو سترګو ښکل کړه
ګوره چې داسې هلته ونه ژاړې
چې به دا بورې ،دغه کونډې، او ورورمړې درته
ډېرې ښکنځلې وکړي او هم پېغور به درکړي
*** *** ***
ته خو د تورو لوړو غرونو پښتنه پېغله ېې
ای ، څه ښارۍ خو نه ېې
ته د (خوشال ) او د( احمد) لورکۍ
ته د ملالې کشرۍ خورکۍ
پام کوه وير ونه کړې
بيا دې سالو راباندې خور کړه ،دغه سور سالو دې
بيا نو دا پورې دا غونډۍ خو کسې؟
ددې په سر زما و قبر جوړ کړه
چې کله هر ماښام په دغه غونډۍ لمر پريوځي
زما په قبر به د هر ژڼي نظر پريوځي
۲۳\۷\۲۰۰۵
ا

د ښاغلي ارمان " لېوني" شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د
"هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.