کـــور

د شعرونو لومړۍ پاڼه

د ارواښاد خوشحال خان  "خټک" شعرونه

 

غزل
 

زه هم چېرې فرزانه وم، فرزانه يم لا تر اوسه
تل بېخوده دېوانه وم، دېوانه يم لا تر اوسه
جدايي نشته وصال دی، ځنې بعد هم خيال دی
له هغه چې همخانه وم، همخانه يم لا تر اوسه
چې راغلی په جهان يم، خبر شوی پخپل ځان يم
د رازونو خزانه وم، خزانه يم لا تر اوسه
په عالم زما خبرې ، خلک کا په نژدې لرې
په وګړي افسانه وم، افسانه يم لا تر اوسه
چې د مخ پلو يې وا شو، يو مشال و چې نوا شو
هغه دم پرې پورانه وم، پروانه يم لا تر اوسه
ناوکي يې د مژګان دي، چې بلا زما د ځان دي
ورته عمر نښانه وم، نښانه يم لا تر اوسه
چې يې ځان سره اشنا کړم، له هر چا يې شاپه شا کړم
له عالمه بېګانه وم، بېګانه يم لا تر اوسه
هغه بحر چې محيط دی، په افراط او په تفريط کې
د، غه بهر دُر دانه وم ، دُر دانه يم لا تر اوسه
هغه شان له خپله ياره، بې وکيله بې ريباره
زه خوشال چې يګانه وم، يګانه يم لا تر اوسه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.