کـــور
│
د ارواښاد خوشحال خان "خټک" شعرونه
غزل
مرد هغه چې همت ناک، برکت ناک له عالمه سره خوږ په زيست و ژواک مخ يې مخ، قول يې قول، عهد يې عهد نه دروغ، نه يې فرېب، نه تش تپاک لږ ويل ډېر يې کول په خاموشۍ کې د غونچې غوندې خله ډکه، سينه چاک چې خبره د پستۍ، د بُلندۍ شي په لويۍ لکه آسمان، په پستۍ خاک په تمکين کې لکه سبر، په سخا کې په هر لور څانګې ږنګورې لکه تاک لکه ګل شګفته روی تازه په باغ کې همېشه د ښو بلبلو پرې بلغاک چې دا هسې ښه ويل کا زه حيران يم چې خوشال راوړ له کومه دا ادراک
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.