غزل
لکه غشي لره بويه تير انداز
هسې شعر لره بويه سحر ساز
همېشه د زړه په لاس تله د وزن
زيات و کم د وزن يو توری غماز
په تور اس د حقيقت ناوې سوره کا
په سپين مخ پلو نيولی د مجاز
سل جلوې، سل کرشمې، سل مکېزونه
په نظر کې يې ښکاره د سترګو ناز
د صنعت زېور په څو رنګه پرېوځي
د تشبيه چندڼ، چووه باندې طراز
د تجنيس پايلې جوړې په پښو کړې
د ترصيح منی په غاړه اوږد، دراز
د مضمون نزاکت غمزه ورڅخه
سر تر پا درست صورت سره يو راز
که په نظم کې کارغه او ټپوس راوړي
هم د زړونو په ښکار ګرځي لکه باز
چې يوه وينا يې وکړه هوښيار هغه
عاقلان به ويل کاندي په ايجاز
و پښتو ژبې يې ډېره خوبي ورکړه
چې خوشال کړ په پښتو شعر اغاز
|