کـــور
│
د ارواښاد خوشحال خان "خټک" شعرونه
غزل
که زه نه وای عشق به تالره بلل څوک په پالنګ به دې دا هسې درختل څوک واړه عشق دی چې يې سر راته ګياه کړ ګڼه! زه په ځان مين، د سر ښندل څوک چې پتنګ ته روښنايي د څراغ ښکاره شي نور له څراغه نه يې غواړي جار وتل څوک بدرګه که محبت راسره نه وای يک تنها به په خونخوارو لارو تلل څوک ددې ميو پيالې ډېرو دي اخيستې ولې ما غوندې به نه وي لايعقل څوک د زنخ په چاه دې بند د شونډو مست وي روغ هوښيار به په کوهي کې پرېوتل څوک ته پخپله راته ووايې چې وايه! ګڼه! زه، د مينې راز ښکاره ويل څوک ته مې وژنه د قصاص اندېښنه مه کړه! د خپل خون په تور به ونيسم يو بل څوک ښه خو دا چې د چا نوم په کې ياديږي په فاني دونيا به نه وي ژوندی تل څوک تا پخپله سپينه خوله خوشحال ته ورکړه ګڼه دی، دا هسې شونډې ښکلول څوک
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.