کـــور
│
د ارواښاد خوشحال خان "خټک" شعرونه
غزل
د سبا باده ګوزر په چمن بيا کړه په چمن کې رنګارنګ ګلونه وا کړه زه دې توان د خرخشو لرم چې کړې يې که دې زړه زما په مرګ دی دا دا کړه بې نياز څه خبر له نازه، چې ناز څه دی؟ ستا د سترګو بلا واخلم ناز په ما کړه زه له خپله بخته چاوته فرياد کړم چې پرون يې راته مخ و نن يې شا کړه خوله مې ډکه شوه په شهدو، په شکرو چې سحر مې ستا د لام و بې ثنا کړه عاشقي که سراسر واړه بلا ده ما په ځان د زړه قبوله دا بلا کړه زه خوشال کمزوری نه يم چې به ډار کړم په ښکاره نارې وهم چې خوله يې راکړه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.