عجب کار دی ستا د شونډو
ښه روګار دی ستا د شونډو
پرې پنډو دی د ځوانانو
څه دربار دی ستا د شونډو
په کالونو له ما نه ځي
بد خمار دی ستا د شونډو
لکه ستا زلفيني، زړه مې
په کنار دی ستا د شونډو
د يمن يا قوت آبدار دي
که آبدار دی ستا د شونډو
په صورت کې مې ځان څه دی؟
يو ياد ګار دی ستا د شونډو
په هجران کې سرې سرې اوښکې
دا نثار دی ستا د شونډو
ځکه ځان هسې عزيز دی
پرې ګوزار دی ستا د شونډو
چې د خضر ترې مايه ده
چشمه سار دی ستا د شونډو
ځان يې ستا له شونډو پايي
شرمسار دی ستا د شونډو
د خوشال خټک په زړه کې
انتظار دی ستا د شونډو
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم
نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د
"هېواد" د مسئولې ډلې
سره په تماس کې شئ.