د ارواښاد خاطر اپريدي  شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

غزل

خواږه ترخه شو او د ښو هسې نامه پاتې ده
د بدو شپې دي او د ښو هسې نامه پاتې ده

ته رانه هېر يې خدايه هر څه په دولت کومه
د دوعاګانو او ښېرو هسې نامه پاتې ده

په سترګو ژاړو او په زړه کې سره خاندو اشنا
مکړه ګيلې د زهېرېدو هسې نامه پاتې ده

د ډېرې مينې نه چې زه او ته پرې نه پوهيږو
د هغو ورځو او  د شپو هسې نامه پاتې ده

چې په پلؤ کې يې په زړونو باندې اور ، لګوو
دا ستا د هغو آننګو هسې نامه پاتې ده

سبا به وايې نن د خدای په خاطر راشه لږه
په ما
خاطر کې د ژوندو هسې نامه پاتې ده
 

 

د ارواښاد خاطر اپريدي  شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه
 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.