کـــور

د شعرونو لومړۍ پاڼه

  د ښاغلي سيد شاه  " خروټي " شعرونه 
 

پور


دی تاریخ پاڼوكي جوت زمونږه پور ولیکۍ
له اباسینه تر امو زمونږه کور وليكي

زمونږ هیواد ته چي هر چا په بد نظر کتلي
ټوله دنیاکي رسوا شوي مخ یې تور ولیکۍ

چاچي په مونږه تیری کړی موږ بدل اخستی
چي یومي وژنی په بدل کي یې څلور ولیکۍ

دا سپین او سره دلته راځي دي ابادئ په نامه
بیرته وتل یې له دې خاوري بیا په زور ولیکۍ

شک پکي نشته دسیسې راته اغیارکړي جوړي
تطبیق کوونکی یې زما سکنی ورور ولیکۍ

چي د رقیب په مټ نازیزي او خپل ورور قتلوي
دي نارینه لقب ترې واخلۍ هغه نور ولیکۍ

?پشتون يو قام ده چي په لر او بر ده چا ويشلي
یو یهودي بل نصارا دریم لاهور ولیکۍ

خروټی پریږدۍ په لندن کي چي خپل شعر ولیکۍ
چي په سنګر کي څوک جنګیږي هغه نور ولیکۍ
 

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.