د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غلې نغمې
په بڼو ستوري زنګوم د اشنا کلي ته ځم سترګې په لاره غوړوم، د اشنا کلي ته ځم
کلی خاموشه، ګودر شړ، کوڅې له دوده ډکې رقيبه، کډې باروم ، د اشنا کلي ته ځم
په شپو لړلي سرګردانه مسافر وختونه ورو، ورو له سسره تېروم ، د اشنا کلي ته ځم
ريښې ريښې ګرېوان مې لاړو د رقيب ګوتو کې د ننګ ځولۍ پيوندوم ، د اشنا کلي ته ځم
بلبل له غږه بېکانه، ګل له بلبله پردی غلې نغمې مې ژړوم د اشنا کلي ته ځم
آلمان، فبروري/ ۱۹۹۴
د ښاغلي صديق کاوون "توفاني" شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.