د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل
يو پياده د حسن دې اشنا څنګه شامات کړمه زړه د چا شاعر وم د بنګړي غوندې دې مات کړمه
ستا د ياد غزل به په شډلو تورو نه ليکم جوړ به له نرګسو له ګلابو نه لغات کړمه
تريخ د کلاب ګل ومه خو تا په غېږ کې واخيستم اوس مې ، ملکې په خلکو خورې زه خو دې شات کړمه
ما سره ياري به ستا د حسن طالبان کوي عشق د ابدالي يم تا به رام لکه هرات کړمه
اوس يې د حافظ په غزلونو کې په فال نيسم خدايه ! وايه تا مين په څه شاخ نبات کړمه
ټول به مې د عشق د پيغمبر امتي ومني تا چې يو حديث د پاکې مينې د مشکات کړمه
لږ شه پښه نيولي د "کاروان" د تخيل سروش زه چې د خپل زړه دننه مات لات و منات کړمه
پېښور، ۱۶/ ۱۲ / ۱۹۹۵
د ښاغلي پيرمحمد (کاروان ) شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.