د ښاغلي پيرمحمد " کاروان " شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

 وېره


خلک په مينه باندې نه پوهيږي
ګرانه کاروانه په زړګي باندې ټينګ لاس ونيسه
دا ډبرين بوتان بوتان د اذر ونه منې
پام چې زړه ونه بايلې دغه په ځيګر ونه منې
د سليمان له دې غمي سره به پام کوې ډېر
بيدار اوسېږه نه به خوب نه به ارام کوې ډېر
د يوويشتمې پېړۍ رګ رګ ته سړي د شيطانانو په څېر
ورننوتي دي په چل په ټګۍ
دلته تر ټولو نه بدرنګې دي ريا په رنګو
له ځان جوړې د ښکلا ښاپېرۍ
کېدای شي ښځې او نجلۍ به داسې هم وګورې
چې په ظاهر صورت د ګل نه هم نازکې به وي
خو په باطن کې د پردې لاندې شيشکې به وي
بس د خوشبو له دې ښيښې نه به يو ديو يوه بلا راووځي
لکه سور لال به دې زړه وتښتوي
بس تری تم به شې پيدا به نشې
که دې لټون پسې څلور لونجه دنيا راووځي
اوس مې چې پوی کړې نو له مينې نه دې نه اړوم
ګرانه کاروانه مينه ښه ده مينه ډېره کوه
خو نن سبا په هر يو ګل باندې باور مه لره
کله ناکله له وږمې ځنې هم وېره کوه
هسې نه زړه دې يوسي، هوش دې يوسي، خيال دې يوسي
خبر به نه يې سرابونه په څپو راوتي
نه چې ورېښمين دې تقدس هغه دسمال دې يوسي


٢٧ / ١٢ / ١٣٨٣ خيرخانه مېنه کابل - افغانستان

 


 

د ښاغلي پيرمحمد (کاروان ) شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.