د ښاغلي پيرمحمد " کاروان " شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

غزل

ښكليه څاروان مې شه " كاروان " به دې شم
له ځانه ستړى يمه ځان به دې شم
سپينه  كوتره  شه  پرواز   را وكړه
غېږ راكوه  شينكى آسمان  به  دې شم
لوله مې تل په ترنم ،ترنم
غزل،غزل يمه  ديوان به دې شم
يو تږی ګل شه انتظار مې وكړه
زه  راورېږمه  باران په دې شمه
رخش د اروا  مې درته زين ولاړ دى
راشه رستم  مې شه  داستان به دې شم
ښكاري خو نه  يم هوسۍ څله  تښتې؟
چېرته به  درومې بيابان به  دې شم
راشه جنت  مې شه جنت به دې شم
راشه ايمان مې شه ايمان به  دې شم
راشه مېلمه مې شه  مېلمه  به دې شم
راشه مېزبان مې شه مېزبان به دې شم
د زړه له غوټو مې غمي جوړه وه
راشه د سرو غميو كان به  دې شم

د ښاغلي پيرمحمد (کاروان ) شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.