د ښاغلي پيرمحمد " کاروان " شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

ربابي ملنګه راشه

 

تبرزين په اوږه کيږده
او يو پړک له لمره راوړه
بې پېلوځو ته د ستورو
د سپوږمۍ خبره
 راوړه
له ترخو مو زړونه
 ډک دي
بس خوږه سندره
 راوړه

                              تری تم  يې را پيدا  شه
                              ربابي ملنګه
 راشه

د غم تورې تورې لړې
راخورې څپې څپې دي
سېلۍ ګرځي په غبار کې
د غاټول پټې تپې دي
سپينې ورځې رانه ورکې
رانه تاوې تورې شپې دي

                              هله پړک وکړه رڼا شه
                             ربابي ملنګه راشه

سرې په وينو جنازې مو
په بروځو
 وې تړلې
د څېړۍ کټ کې مو يوړې
د نښتر څانګو وهلې
مودې کيږي چې نغمې مو
وې کږلې او کږلې

                              د نغمو مسته  دنيا شه
                              ربابي ملنګه  راشه

بيا د مستو سرودونو
د غزل کتاب درواخله
دا غوټۍ د زړونو وا کړه
دا ګلاب ګلاب  درواخله
منکرانو ته ټک ورکړه
چندڼي رباب درواخله

                             د سندرو اژدها شه
                              ربابي ملنګه راشه

جينکيو مو منلی
درته نذر د
لونګو
دا ګېډۍ زلفې يې ګوره
لکه تور لوګی دبنګو
پاچهۍ دې صدقه شي
ستا له سرو سترګو ملنګو

                              په اتڼ او په ګډا شه
                             ربابي ملنګه راشه

ډېر بدرنګ وختونه ګرځي
نه چې مونږ درنه بدرنګ کړي
خپل رنګونه رانه اخلي
په پردي رنګ به مو رنګ کړي
غلچکي دي رانه پټ به
د ليلا د بنګړو شرنګ کړي

                              د غرور ډکه ښکلا کړه
                              ربابي ملنګه راوړه

وچکالي د نغموغله
باراني ترنم راوړه
د رحمت ساقي درجار شم
ډکه لپه  له خم راوړه
راته شونډو کې موسکی شه
په لېمو تبسم راوړه

                             کټ کټ شين شه په خندا شه
                             ربابي ملنګه راشه

پولادي موږکان ګرځي
ځځيرلې يې چمبې دي
وژل شوی دډول ږغ دی
دشپنو شپېلۍ کڼې دي
روغ مو زړونه پاتې نه دي
ماتې ګوډې سريندې دي

                             ددې ټولو مسيحا شه
                             ربابي ملنګه راشه

رام  دنګو دنګو غرونو
دا مغرور مغرور ديوان کړه
د نغمو د ښاپېريو
يو
 
کاروان  پکې روان کړه
څڼې څنډ وهه يا هو کړه
په مستۍ څيري ګرېوان کړه

                             ته مو يار ته مو اشنا شه
                            ربابي ملنګه راشه

2001-1-16- پېښور


دلته کېکاږئ چې پورته شعر د  کاروان  صاحب  پخپل آواز کې واورئ.


 

د ښاغلي پيرمحمد (کاروان ) شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.