د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
پښتو
ډکه د جمال او د جلال غرنۍ ژبه ده وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده ډول سره چې غبرګه شي ګډا ګډا ګډا شي نو چوپو ګړنګونو کې يو شور شي او غوغا شي نو والوزي يو سېل شي د مرغيو په هوا شي نو څڼې د نښترو ورته ګډې په شغا شي نو درد لري د مينې د شپونکي د شپېلۍ ژبه ده وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده خرپ د سپينې تورې چې په برم او په پرتم کې شي حسن په درخو کې شي سرشاره په ادم کې شي ناڅاپه نغمه شي د رباب په زيروبم کې شي چيغه شي ټپه په خوبولي شومه دم کې شي ستوري ورته غوږ دي د آسمان د سپوږمۍ ژبه ده وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده
مسته په څپو څپو او مسته له سېلابه ده ښکاري راوتلې د سندرو له دريابه ده ته وا بلبلانو را ايستلې له کتابه ده واه په تغزل کې ښايستوکې تر ګلابه ده جوړه ترې لنډۍ شي د درنې ملالۍ ژبه ده وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده سر باندې يې لمر او سپوږمۍ کښېني د غره څوکه شي کله هم د غرونو د باغي زرکانو کوکه شي ګوري چې سپېره غليم تېره د تورې څوکه شي زلفې د معشوق انځوروي د قلم نوکه شي جار د شرنګېدلې دريابي شاعرۍ ژبه ده وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده
هر څو که د غرونو د اوبو غوندې بې رنګه ده پښې يې پر اغزو ايښې دي سرې وينې ګلرنګه ده پاس د ګل منار ته ور ختلې دنګه دنګه ده ډېره خوږ اروا ده ته وا پېغله غنمرنګه ده جار يې شم کاروانه د خوږې ښاپېرۍ ژبه ده وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده
کابل خيرخانه مېنه 2005-4-28
د ښاغلي پيرمحمد (کاروان ) شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.