د ښاغلي پيرمحمد " کاروان " شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

پسرليه راشه راشه

چې پروچووچوللمو
درحمت راښکې باران شي
چې دغرونوپرسرونو
هريوګل زماجانان شي
دملالې ژبه وايي
هربلبل راته افغان شي
                دغاټولوغوټۍ واکړه - ته يې لپه کې دعاشه
               راشه راشه پسرليه - پسرليه راشه راشه
راشه زړونه موجاروکړه
له ګردونوله غباره
دسالووږمې خورې کړه
څڼې څنډوهه نګاره
دبېلتون پرکنډوونو
تېروه دمينې لاره
               په شپېلۍ دمحبت کې - دژوندون مسته نوا شه
               راشه راشه پسرليه - پسرليه راشه راشه
ترېنه سوي دي سپرليه
په بمونوکتابونه
ماشومانوته مې غواړم
دګلونوکتابونه
را دسولې او دامن
دفکرونوکتابونه
               دتيارو پر توره دړه - درڼاالفباشه
               راشه راشه پسرليه - پسرليه راشه راشه
الف اورپه کلي بل و
بې په بم ختلی ګل و
ګل زمونږ دکلي ځوان و
په رښتياګل د وربل و
ورپسې په اوښکواوښکو
په سرو وينو لوندغزل و
               دشهيد روی مې دروړی - ديتيم په خوله موسکاشه
               راشه راشه پسرليه - پسرليه راشه راشه
مونږداوسپنې اغزوکې
يبلې پښې کوو مزلې
راشيندلې الوتکو
زمونږسترګوته خځلې
داماران مودي ترمنځ که
فاصلې دي غځيدلې؟
               دغه ټولې کړه درټولې - دوصال خوږه دنياشه
               راشه راشه پسرليه - پسرليه راشه راشه
لږدزړه په سترګولوله
دشهيدپرکفن وينه
داوطن مولويه مورده
داوطن مودتن وينه
پام کوه چې خرڅه نه کړې
پر اغزودچمن وينه
               بوی دشنوغنمو راوړه - په هواشه هواشه
               راشه راشه پسرليه - پسرليه راشه راشه
داوطن جنت جنت کړه
داچې نن کنډر کنډردی
نن که وران دی که ويجاړدی
بختوردی بختوردی
دادبورې مورټيکری دی
دزوی مړي پلارڅادر دی
               په زړګي پورې يې نيسه - دسپوږمۍ دشپې سوما شه
               راشه راشه پسرليه - پسرليه راشه راشه
په هواکې چې دزاڼو
مستې مستې قلقلې وي
چې جنګي جازونه نه وي
نه يې بم نه يې شغلې وي
چې مجنون وي امن امن
سوله سوله چې ليلې وي
               داجهان وي مينه مينه - بس دمينې تمنا شه
               راشه راشه پسرليه - پسرليه راشه راشه
چې زمونږ پردنګوغرونه
لمردبرم وزرې وکړي
په ډبروکې لالونه
دښکلا خبرې وکړي
چې په اوښ پسې د امن
شين خالۍ سندرې وکړي
               يوکاروان دژوندروان کړه - په بنګړوماته چوپيا شه
               راشه راشه پسرليه - پسرليه راشه راشه
 


 

د ښاغلي پيرمحمد (کاروان ) شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 
 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.