د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل په زړه مــــــــــې ولـــــې راورېږې څه باران خــــو نه يې هسې مې درد راويښوې زمــــــــا درمـــــــان خو نه يې د مــــــــخ په پاڼـه بــــه دې څـــــــه خوږه غزله ليک وي سپينه کــــتابه يـــــادوم دې دومره ګــــــــران خو نه يې د خيال هُد هُد دې راته ډېر ډېر پــيغامـــــــونه راوړي دا مـــــې خــطا وه چــــــې ويل مـــې سليمان خو نه يې ستــــا د ستـم د انــتــها به درتــــه څـــــــــــــــــه وايـــــمـه د کــــــوم ظــــالم مــذهــب پيرو يې مسلمان خو نه يې مـــــــا به بې وخــــته لېونی کـــــړې په اغــــزو به ګرځم غېږ به رانه کـــــــړې ښکليه باغــــــــه بيابان خو نه يې د ژوندد وچ ساحل په مخ مې لمدې شونډې نه ږدې شــنه سـمــندره زه دې څــــــه کــړمه توپان خو نه يـــــې د نور پـه غشو مــــــې له هسک نه په لېمو کې ولــــې نه راځـــې ستـــوری د اسـمان شوې مهربان خو نه يې ښکليه ســــالار کـــــــه مې د عشق د منزلونو نه کــړې بيا راته وايه چې درواغ وايې کــــــــاروان خــــو نه يې
......................................... پېښور، عقرب ١٣٧٠
دلته کېکاږئ چې پورته غزل د هيواد شېرزاد په غږ کې واورئ
د ښاغلي پيرمحمد (کاروان ) شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.