د ښاغلي پيرمحمد " کاروان " شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 


ليلو ته ليک

له غرونواخوا له سيندونواخوا
يه دڅپې غوندې اوترې ليلو
دليوني زړګي سلام درليږم
نارې مې واوره مساپرې ليلو
***
يوداچې ښکلې جامې مه اغونده
بل په وربل کې دې ګلونه مه ږده
دانظروږي ګوربتان خو وينې
لکه دزرکې قدمونه مه ږده
***
له سپين رخسارنه دې غباردسفر
دسپين ټيکري په پيڅکه مه پاکوه
لکه ږلۍ به وري سترګې پرتا
پراننګوګلونه مه وروه
***
لکه په ګردکې دباروتوپټه
دخپل وطن دسپوږمۍ رنګ واخله
سردې پردي پاچاته ټيت مه شه
دعادکلي له ملنګ واخله
***
ليلوپه خپل ښايست کې پټه ښه يې
څودسپېروسترګودرپام نه شي
خدای مه کړه وران دې دخپل سردپاسه
پرتادخپلې ښکلابام نه شي
***
ليلوزمالاس به درونه رسي
چې درته غردسپېلنولوګی کړم
چې ستاله ښکلي مخ يې وتمبوم
چې نظرونه دسپېرولوګی کړم
***
زمالاسونه په زنځيرتړلي
خوبياهم تاته له دعانه ډک دي
د هرورغوي مې خطونه ريږدي
زمادخپل زړه له درزانه ډک دي
***
ته چې غبارله ايينوپاکوې
دخريدارپه نظرځان ته ګورې
فکردې وي چې داغ په زړه وانخلې
ډک دغاټولوبيابان ته ګورې
***
داخپل ژوندون به درته وران ښکاريږي
خوته يوباغ يې په دې وران کلي کې
دمرورو پسرلو په شانې
په دې رنځورغوندې خزان کلي کې
***
مادرته نه وې چې بيماره به شې
پردی وطن دی په سينګارڅه کوې
خپله ښکلاپه زړه کې پټه ساته
دشنوبنګړوپه شرنګهارڅه کوې
***
په دسمال وتړه بنګړي دمړوند
په کې بندي کړه ليوني راګونه
نه چې دچاغوږونه څک شي درته
زړه کې لمبه کړه سپېلني راګونه
***
سترګوته نيم سلايي مه ورکوه
پام په لجرومې چې غرض ونه کړې
کړۍکړۍ څڼې پرېشانې ساته
په دغې لومې چې غرض ونه کړې
***
د لااله الالله په ذکر
پاکه ستره اومقدسه ګرځه
بس په صدف کې مرغلره به يې
لرې له خاره او له خسه ګرځه
***
دغه يوڅوشپې دي بس تېرې به شي
په خپل وطن کې به رڼاخوره شي
لکه دزاڼې به پرواز راوکړې
ستادراتللوبه غوغا خوره شي
***
وي به ورغوي ستا،هندارې دجم
ډک درازونوکټوري به راوړې
درته به خاندي يتيمان زخمونه
خوږه دمينې ټکوري به راوړې
***
په خپل وطن کې به سرشاره ګرځې
زمادتوروغرونوسپينې بازې
زمادزړه پرچګس کېږده پنجې
زمادخپل وطن دمينې بازې

١٣٨٥-٢-١٦کابل خيرخانه مېنه


 

د ښاغلي پيرمحمد (کاروان ) شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 
 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.