د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل
ښاپيرۍ زما همزلې ، او نغمې ترما مشرانې ښاپيرۍ تر ګرانۍ تيره . خو نغمې راباندې ګرانې ښاپيرۍ په خوب کې ويښي ، او ښاغلي نغمې راوړي ښاپيرۍ په ويښه راشي ، خوبولي نغمې راوړي ښاپيرۍ بده بلاه ده ، واښکي واښکې له تاک واخلي زما په زړه کې وغزيږې ، رانه واګې دواک واخلي چې منکر شمه له مينې ، دا نو ځان راته ښکلا کړي ماشومتوب ته مې را ستون کړي ، افسانې راته ريښتيا کړي ښاپيرۍ د اختر شپه ده ، زه د بر کلي ماشوم يم مرګي څو راته نيولی ، خو ژوندی ددې په نوم يم له بدرنګ جنګ نه مې ساتي ، ښکلي غرونه رانه تاو کړي شين د شنو بنګړو له شرنګه ، ساز د سولي او نياو کړي خو چې وخت د ښکلي جنګ شي ، شنه بنګړي ايسته ګوزار کړي د منصور سکنۍ خور شي ، سپينې ليچې راته دار کړي زه يې توري د غزل کړم ، د لونګو دا يې راکړي خو چې وږی د مستۍ شم ، د شنو بنګو دانې راکړي ما د ډول په غږ کې نغاړي ، ګړنګونو له مې يوسي د نغمو مسته څپه شي ، غورځنګونو له مې يوسي ښاپيرۍ له قافه راغله ، زمونږ کلی ور معلوم دی په لجرومه کې يې کښلي ، په وريښمو زما نوم دی په لمانځه چې ودريږم رکعتونه را نه هير شي ښاپيرۍ مې زړه ته راشي ، جنتونه رانه هير شي ښاپيرۍ د ګلو ونه د غو ټۍ نظر به راکړي ښاپيرۍ سخي ملنګه ، د خولګۍ نظر به راکړي ښاپيرۍ د شعر الهام شي ، کله کله تری تم شي د زمري غوندې يې څارم ، ښاپيرۍ د هوسۍ رم شي ښاپيرۍ کلي ته راغله ، ښاپيرۍ به غره ته بوځم ښاپيرۍ د مينې تنده ، ښاپيرۍ به زړه ته بوځم د رحمت ورېځي راغلي ، پر ځنګل به باران وشي ښاپيرۍ تر کوچو سپينه ، تکه سپينه غوا به لوشي ښاپيرۍ بيګاه ته راشه ، اوس مې ښه کاروبار جوړ دی په زرګرې شپې مې تاته ، نن له ستورو نه هار جوړ دی ښاپيرۍ زما استاذه ، پر غزلو يې لاس بر دی راښودلی يې په خوب کې ، د سندرو پيغمبر دی ښاپيرۍ مې سپينه بازه ، شين د زړه کوتر مې وخوري په پنجو کې مې ور ټول کړي ، په هنر هنر مې وخوري ښاپيرۍ په سفر ځمه ، د خبرو څوری راکړه خاماخا که شين طوطي شوم ، د شکرو څوری راکړه ښاپيرۍ مراقبه شوه ، ښاپيرۍ خبرې پريښوې مروره رانه ګرځې ، ترې نه مات مې يو بنګړی دی ښاپيرۍ ته ملامت يم ، ترې شکولی می ځونډی دی کچ او کيچ يې وړم د ليچو ، شنه بنګړي به ورته راوړم د لونګو دمريو ، ډک ځونډي به ورته راوړم چې له ځان سره روان شم ، ښاپيرۍ را سره مله شي د ستړيا متاع مې لوټ کړي ، مهربانه غوندې غله شي که نړیۍ مې مخالفه ، ښاپيرۍ مې په طرف ده چې امامه د ګلونو ، او رڼو پرخو د صف ده د اخلاص څپيړې ورکړم ، چې کوم ديو د وسواس راشي زه چې دومره رياضت کړم ، ښاپيرۍ به په لاس راشي ښاپيرۍ رنګونه راکړه ، سرو غاټولو رانه غوښتي ګلابونو او نرګسو ، آن چې ټولو رانه غوښتي ښاپيرۍ په غنم لو کې ، زمونږ بر کلي ته راشي د حجرو د جوماتونو ، د ګودر کلي ته راشي ږلۍ بند له کلي تاو کړي ، شين قرآن په غيږ کې واخلي زمونږ کلی به د امن ، او ايمان په غيږ کې واخلي اوس به ول د څڼو راکړي ، لو کومه ملا تړمه يوګيډۍ قبوله شوې ، په آمين دعا تړمه نور قلم به مې سور ګل شي ، په خوږ لاس کې مې کرلی ښاپيرۍ په شين دسمال دې ، غوڅ ور غوی را تړلی که له تندې مرمه مرمه ، که ژوندون سراب سراب شي مرغلره خوله به راکړي ، ښاپيرۍ به شين درياب شي
د ښاغلي پيرمحمد (کاروان ) شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.