د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل
اوښکه ته يې مينه ته يې کيف د موسېدو ته يې ناڅاپه شېبه د سره ګلاب د غوړېدو ته يې ډک د مينې جام ته يې په سرو سترګو سلام ته يې شرنګ په مدهوشۍ کې د تش جام د ماتېدو ته يې ته مې لېونۍ خندا يې ته مې لېونۍ ژړا اخ جانانه زېری د دعا د قبلېدو ته يې توره ته يې غشی ته لقمان او جاليونس دی زخم د ځيګر ته يې مرهم د رغېدو ته يې تږی زه يم لپه و اسمان ته د غوښتنې زه راشه په برېښنا کې ترنم د ورېدو ته يې دلته چې راغلي سوي لوي تښتېدلي دي دې لېوني زړه کې حوصيله د اوسېدو ته يې دغلته يو ستوری دی او هاغلته بل ستوری دی منځ ته يې راځه د فاصلو د ورکېدو ته يې
د ښاغلي پيرمحمد (کاروان ) شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.