د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل نه چې څاروان يې راته وخوري پر کاروان ويرېږم خدايه ايمان مې سلامت کړې پر ايمان ويرېږم غره راته وې د راز په ژبه چې سور اور به واخلم نن چې مننوکی د شيطان شو له انسان ويرېږم نه چې د شاتو د مچۍ په شان ترې توري ولاړ شي قربان قربان يې شم په خدای ۚ چې په قران ويرېږم دا جادوګر ماران په ذهن کې هم ځالې کوي هم له لستوڼي خطر شته هم له ګرېوان ويرېږم د ماديت ونو شين باغ د ژوندانه نيولی په زغرده وايم د ډبرو له باران ويرېږم په مخ کې پروت راته زخمي راته رنځور د مودو د طبيب سترګې زهرجنې له درمان ويرېږم پردي لاسونه راته ډګ له ګړنګونو ښکاري خبره داده چې پر خپل افغانستان ويرېږم
د ښاغلي پيرمحمد (کاروان ) شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.