د ښاغلي پيرمحمد " کاروان " شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 
د شپې ماشوم شمه زه

کله چې لمر په کلي سر ووهي
او شپه د وړانګو په خنجر ووهي
په تودو شوندو پيزوانونه ښکل کړي
زرين ﻻسونه پرګودر ووهي
چې ماشومان په قلمي ګوتو په سپينو کاغذي ﻻسونو
تورې تختې راواخلي
په ببلي ژبو الف ووايي ،بې ووايي،تې راوخلي
ماته رايادې شي ماشومې شېبې
کلی،ګودر او د ګودر له غاړې
اخوا په برم ولاړ يو شين چنار يو ښکلی چنار
د چنار لاندې يو وړوکی جومات
چې محراب و اوبو وړی او ممبر يې نه و
کولپ او زنځير خو يې پر ځای پرېږده چې ور يې نه و
فرش يې د خوړ پستوکې شګې وې ټغر يې نه و
چې هر سحر به لمر له پورې غره راوشړل
دوړانګو غشي
د چنار لاندې په اوبو کې به خورې شوې
د طاووس بڼکې
مونږ به هم راغلو لکه سيل راشې د شنو توتيانو
د چنار ډډې ته پر توره تخته سپين ليکونه
پر مونږ خواږه لکه د قند او د نبات لګېدل
زړه راته وايي پاڅه بيا ماشوم شه
ما په کتار د ماشومانو کې پريږدي کله څوک
غواړم ماشوم شم او پر توره تخته
نوم مې د هغه جانان وليکمه
چې اول ټکی يې اخيستی دی د خدای له نامه
غواړم ماشوم شمه او ټولي تختې
د خپل جانان په نامه ډکې کړمه
خو زه له خپل عمر شرميږم
ماشومانو ته ورتللی نه شم
په جګو سترګو ماشومانو ته کتلی نه شم
ځکه زما همزولي
د ماشومانو کوټڼۍ ړنګوي
قلم تختې او مشواڼۍ ماتوي
او په لوی لاس ترينه ماشومه دنياګۍ ړنګوي
په سپينه ورځ له ماشومانو نه په څنګ تېرېږم
خو شپه!.....قربان يې شمه څومره پرده پوښه ده شپه
ماشومان ټول په خوب ويده وي او زه
له ماشومانو نه په غلا
او پټ په پټه په ماشوم بدل شم
او زه ماشوم شمه د اوښکو په ماشومو ګوتو
د سپينو ستورو تباشير را واخلم
د شپې پر توره تخته
نوم د جانان وليکم
افغانستان وليکم

د ښاغلي پيرمحمد (کاروان ) شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.