د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
ته ازانګه د اذان
په غربي کلي کې تر ټولو ښکلې نږه سوچه شرقي ترينې نجلۍ په بل نامه مې زړه اوبه نه څښلې مينه دې بولمه له مينې نجلۍ *** کوم لاهوتي ستار په غېږ کې لرې؟ او که خبرې دې خوږې دي ولې؟ جنتي شات به دې ورګډ خو نه وي؟ اخ دا سندرې دې خوږې دي ولې؟ *** هغه د شنو سترګو بازار مې ليده چې په کې ته لکه حيا ګرځېدې د امريکې دکليساوو تر څنګ لکه مروه لکه صفا ګرځېدې *** ما ستا د خيال ورغوي ډېر کتلي يو لوی ارمان دې پټ په زړه کې وينم زما پردېسې د وطن شهزادګۍ افغانستان دې پټ په زړه کې وينم *** شور به کوي د کليسا زنګونه خو ته به څارې ازانګه د اذان را ويښوې به خوبولي زړونه ته راته ښکارې ازانګه د اذان *** د پت پوړنی درنه پاتې نه شي دا د ګوربت وزر پر سر ګرځوه د الاهو الاهو ذکر کوه لاس کې زنځير د پېغمبر ګرځوه
د ښاغلي پيرمحمد (کاروان ) شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.