د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
د بدرنګۍ له سيند اوباسو د سندرو بېړۍالله لاهو مه کړې د ښکلو مساپرو بېړۍد څو کيږديو او يو څو دانو خورما په بدللاړې عربو ته د لمنځو، د نښترو بېړۍموږ ته رادرومي الوتکې له مارانو ډکېله موږ نه درومي د نرګسو نيلوفرو بېړۍد آشنا سترګې شوې د تورو ګربتانو ځالېزموږ لېمې د سپينو اوښکو د کوترو بېړۍموږ د تيارو د جزيرو په غېږ کې ژوند تېرووله موږ نه وړې ده رڼا د ستمګرو بېړۍموږ ته زخمونه د ځيګر د سترګو اوښکې پاتېپاريس ته ځي د زمرودو د لاجورو بېړۍموږ د شهيدي خور ټکری کړ د جونګړې پردهلوټمارو بار دي د رخامو د مرمرو بېړۍپه هر غزل کې يې رنګونه جادوګر جادوګر"کاروان" ولجه کړله د خيال د جادوګرو بېړۍ 7-2- 1996 ناصر باغ، نوی کمپ
د ښاغلي پيرمحمد (کاروان ) شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.