غزل
په څه به مې زړه ښه شي په
دې بل رنګه ماحول کې
بې واکه مې تلی د خپل
واکئ په درانه تول کې
د ټپي سترګو علاج چې کړو
په ټپو خلګو موږ
د دید په طمع طمع به
ړانده شو په کهول کې
که چپ اخلي قدم د پیروی
خلګ يې ډېر وي
وس نه ګوري دچا د هر چا
سترګې وي په پسول کې
انجام يې د ښکاره خوا
خوږۍ هم تا وا ن ښکاره شي
چې مخ يې وي نېولی بیا يې
مخ پټ وي په مول کې
وجود يې د ړانده کور راحت
ته نه سپارلی
هم دا یوه رشته وه په
بالول او په کچکول کې
لکه ستن د ګړۍ څرخم د حا
لا تو په سبب
راحت مئ پیدا نه کړئ ستا
په دغه دنیا ګول کئ
را زغلی په میدان او خوا
خوږی وی تر حد زیاته
د وخت دئ یارا نې چئ کار
پوره کړی بستره ګول کې
اتڼ ته هم نه شو یو ځای
عامره زموږ د کلی
مشغول په ځان ځانۍ شو ځکه
خوند نشته په ډول کې