غزل
په بر خه
هسې نه لرمه خوشحالي له
کلي
لکه طالب زیاتي به
واخلمه کالي له کلي
ملنګه ستا څنګه اسره ده
چې لا ختمه نه ده
زه هم را وو تم په دوه
لاسه خالي له کلي
د بخت ونډه مې کمه اوس به
وایه زم پر کمه
چې مې را وشړيی اشنا لکه
سوالي له کلي
دهرې ونې تر مېوو پورې هم
وشو تقسیم
پر رسیدلي باغ ده تللي هم
خیالي له کلي
چې ښه دې ورسته همسایه هم
په ښه خوله یادوي
چې کوي کډه هم راوزه
مثالي له کلي
ومصنو عي زیب و زینت ته
احتیاج نه لري
راوړي به بېرته سوداګر
رانجه والي له کلي
نه منم هار امید لرم د
ګلو هار به دروړم
خاوند به ورکه کړي ډیر
زر دا ډو کالي له کلي
زه یم، زه یم، دا تضاد مې
همیشه کوي تفریق
ځکه خو نه وځي عامره بد
حالي له کلي