غزل
نه
مې رنځ رشک دی نه له چا
سره جګړه لرم
ته به محل خوشحاله اوسه
زه جونګړه لرم
پر کور نه لرم په ژمي کې
و تاؤ لره سوب
نه څه اسباب دې مخ نیوي
لره باجړه لرم
د چا به سترګې تر خپل نوي
لباس څه راواوړي
زه چې جامه دخوار هنر په
رنګ ککړه لرم
دزمانې له بې بنیاده ګایو
نه شومه خلاص
که زه هر څو لیرې پر دښت
مینه یکړه لرم
یو خو پږلئ تیغ د حسن دی
بل غم د ماحول
له بې وسۍ لکه غنم په زړه
کې دړه لرم
محروم له دیده یم دبل له
مرستئ ښه یم محروم
دبل تر لاس ښه دی په خپل
لاس کې لکړه لرم
چې مې پکار شي بیا يې کار
شي مخه وکړي له ما
کې پرله کښیږدم دیارانو
روغه کوړه لرم
زوکړئ په بوری کې یم په
نسل که د میر یم
د شجرې ثبوت په یاد هم تر
کاکړه لرم
ژبه مې اړ وزي په خوله کې
د ګائ نه یم عامر
بس اړ سړی یم ته خبر ې چې
څه اړه لرم