کـــور

د شعرونو لومړۍ پاڼه

 د ښاغلي عبدالکريم " عامر "  شعرونه
 

غزل

 موږ د سحار روزي سحار غواړو له لمره سره
د خوب دپاره سپېره کاڼي ږدو له سره سره

ما نا دیده سودا تر اوسه پورې کړې نه ده
کوشش دښو کومه زه له هر بشره سره

په ټوله روځ کوو خواري ماښام ډوډۍ پېدا کو
بازار ته درومو په سودا د ښه هنره سره

زما دامېد په کور کې بل کې د خلوص یو څراغ
چې ماځیګر په مخه راشي له ګودره سره

که ملامت وي څوک په موږ دومره خبره نه ده
روغه کوو په سپینه روځ له مروره سره

نه یم خبر چې به تر څو سر په صحراګرزمه
عامر ته بنده د بخت لار شوه ستا له دره سره

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.